غور؛ ساغر ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۳:۲۲
غور؛ ساغر ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته او د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ۶۵ کیلو ګرام څخه تر ازاد وزن پورې ترسره شوې، چې په پایله کې محمد یوسف، حمید الله، عبدالکریم او محمد حسن په خپلو وزنونو کې لومړي مقامونه ترلاسه که کړل.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د غور ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته د اتلولۍ حکمونه او ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS