غور؛ د والیبال ژمني پړاو سیالۍ د سپین غر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۲:۳۷
غور؛ د والیبال ژمني پړاو سیالۍ د سپین غر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست او د دې ولایت د والیبال فدراسیون په ګډه همغږۍ د اوو ټیمونو ترمنځ د ژمني والیبال لیګ سیالۍ د غور په ضهاک کلا کې ترسره شوې، چې د سپین غر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د (غور جام خیریه بنسټ) په مالي ملاتړ ترسره شوې، چې سپين غر، لمر، آزادۍ، تابان، اتلان، زمري او ب.دري لوبډلو پکې برخه اخیستې او ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

د دې سیالیو پایلوبه د سپین غر او لمر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د سپین غر په بریا پای ته ورسېده او لمر لوبډلې پکې دویم مقام خپل کړ.

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه په غور ولایت کې د والیبال وده او پراختیا ده، چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته جایزې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS