غور؛ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست پلاوي له لوري د پلان جوړونې ښوونيز سمينار ترسره شو
په غور ولایت کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست پلاوي له لوري ورزشي سياليو ته د پلان جوړونې اصول او مقررات، د اسلام له نظره ورزش او د ورزش زيان موندنې په برخو کې ښوونيز سمينار ترسره شو.
په دې سمينار کې د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امر، د فدراسيونونو مسوولینو او روزونکو ګډون درلود.
دغه سمينار ورزشي سياليو ته د پلان جوړونې، ورزشي بازار موندنې، په اسلام کې د ورزش اصول او مقررات او لومړنيو مرستو برخې د دوو ورځو لپاره تدريس شوې.
په پاى د سمينار ګډونوالو ته تقدير نامې هم ورکړل شوې.
