غور؛ دولینه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د یووالي په نوم د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د اتحاد پیوند او اتحاد مومني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې اتحاد پیوند لوبډلې د ۳-۰ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي د رامنځته کېدلو او یو د بل منلو په موخه پبل شوي دي.
