غور؛ دولت‌یار ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۶:۵۳
غور؛ دولت‌یار ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت‌یار ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سالیو په پایلوبه کې وحدت لوبډلې خپلې سیالې ازادي لوبډلې ته د ۵/۶ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د غور ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لویغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۳۶
Background image

لغمان کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د مهترلام معياري انسټیټیوټ په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز خواجه صاحب کلي کې د ۵۲ لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۳۴
Background image

زابل کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د نويو ځوانانو ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۳۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS