غور؛ تولک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۱:۲۴
غور؛ تولک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د تولک ولسوالۍ په تګاب اشنان سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې استقلال لوبډلې خپلې سیالې عقابان لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د تګاب اشنان د سیمې غوره لوبډلې موندل و، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د غور ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۶
Background image

یوازې دوې ورځې وروسته؛ افغانستان دا ځل د ورزش په ډګر کې د نړۍوالو کوربه دی.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست ویاړ لري، چې د اوو هېوادونو ترمنځ د کورش، سامبو او دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې کوربه توب پر غاړه لري.

ټاکل شوې، چې په دغې جشنواره کې، چې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

BACK TO NEWS