غزنی؛ د سنبلې د نهمې په ویاړ جوړ شوي فوټسال جام سیالیو اتلولي راهیان سعادت لوبډلې وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۹:۱۱
غزنی؛ د سنبلې د نهمې په ویاړ جوړ شوي فوټسال جام سیالیو اتلولي راهیان سعادت لوبډلې وګټله

د غزني ولایت په مرکز کې د سنبلې د نهمې یا د ام.ریکایي اش.غ.ال د پای د ورځې په ویاړ جوړ شوي د فوټسال حذفي جام سیالۍ د راهیان سعادت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

یادې سیالۍ د غزني مرکز اړوند په جوانان لوبغالي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

د سیالیو پایلوبه د راهیان سعادت او قهرمانان دلها لوبډلو ترمنځ وه، چې راهیان سعادت لوبډلې د ۵-۴ ګولونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په پای کې د غزني د ورزش آمر حاجي بلال مجاهد او د فوټبال فدراسیون د مسؤولینو له لوري ګټونکو لوبډلو او غوره ورزشکارانو ته ډالۍ او کپونه ووېشل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS