غزني کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د هوشارافو سبک سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۸:۴۴
غزني کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د هوشارافو سبک سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې له کابل، ننګرهار، میدان وردګ، پکتیا، لوګر او غزني ولایتونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د هوشارافو سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د تک فایټ په ډول ترسره شوې، چې په پایله کې ۳۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS