غزني کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د پيشتازان گلزار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۱:۰
غزني کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د پيشتازان گلزار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د اميد فردا ورزشي ټولنې په مالي ملاتړ د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې ۲۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د پيشتازان گلزار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبې ته د پيشتازان گلزار او مرکز عدالت لوبډلو لار پیدا کړه، چې په پايله کې پيشتازان گلزار لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴ پر ۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو موخه د مرکز او ولسوالیو لوبغاړو ترمنځ د واليبال ورزش ته وده ورکول و او په پای کې اتلې لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۶
Background image

خوست؛ په‌ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

ننګرهار کې د ۲۰ ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې له ۲۰ ولایتونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

BACK TO NEWS