غزني کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پيروزي رامک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۶:۵۱
غزني کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پيروزي رامک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د فوټبال حذفي سیالۍ، چې یوه نیمه میاشت مخکې پیل شوې وې د پيروزي رامک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې پيروزي رامک لوبډلې خپلې سیالې امام سید حاجي رامک لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو لېري والی و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۷
Background image

بلخ؛ په مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شريف ښار کوډبرق سیمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې .

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۵
Background image

د ورزش ادارې او NOVE Caring Human مؤسسې ترمنځ د همکاري هوکړه لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او NOVE Caring Human اېټالوي مؤسسې ترمنځ د بامیان ولایت د ورزشي جمنازیوم د بیا رغونې په برخه کې د همکاري ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۱
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS