غزني کې د ۱۱۰ ووشو کارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد امریت په جمنازیوم کې د ۱۱۰ ووشو کارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ووشوکارانو په عمري کټګوریو او د ساندا او تالو سبک کې ترسره شوې، چې په پایله کې ساندا سبک کې ۳۲ ووشوکارانو او تالو سبک کې اتو ووشوکارانو د غزني ولایت د ووشو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د غزني ولایت د ووشو منتخبې لوبډلې ته د غوره ووشو کارانو موندل و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د غزني د ووشو ملي فدراسیون د نماینده ګۍ له لوري غوره ووشو کارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.
