غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اتحاد شامیر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۷:۴۵
غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اتحاد شامیر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې ۴۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د اتحاد شامیر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې اتحاد شامیر لوبډلې خپلې سیالې پیروزي لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ا.ا.ا. ویاند مرستیال حمد الله فطرت او د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امر فرید احمد سید خېل ګډون کړی وو.

د یادو سیالیو موخه د ۱۴۰۴ کال غوره لوبډله موندل و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۰:۵۰
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۰:۴۷
Background image

پکتیا کې ۷۰۰ تنو ورزشکارانو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار پیل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د پکتیا ولایت په مرکز کې د بېلابېلو فدراسیونونو ۷۰۰ ورزشکارانو ته د فکري روزنې دوه ورځینی اصلاحي سیمینار پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د سروري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS