غزني کې د څلورو ولسوالیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جغتو ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۱:۱۷
غزني کې د څلورو ولسوالیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جغتو ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د خواجه عمري ناهور، جغتو او د رشیدان ولسوالیو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې دوې ورځې مخکې پيل شوې وې د جغتو ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د جغتو ولسوالۍ لوبډلې خپلې سیالې خواجه عمري ولسوالۍ لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ولسوالیو ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۳:۱۳
Background image

خبرتیا!

د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو محترمو ورزشي رئیسانو، آمرینو او د ورزشي فدراسیونونو رهبري

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۵۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٦ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ سیالۍ ترسره

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۵۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د یونی فایټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د یونی فایټ سیالۍ ترسره

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

BACK TO NEWS