غزني کې د والیبال سیالۍ دوام لري
د واليبال دغه سيالۍ چې د روژې د مبارکې مياشتې له پيل څخه په غزني ولايت کې د واليبال د ورزشکارانو ترمنځ پيل شوې دي د روژې د مياشتې تر ٢٨ نيټې پورې به دوام وکړي.
د غزني ولايت د ورزش امر بلال مج.اهد په وينا، د دغو سياليو موخه د ورزشکارانو د مهارتونو د لوړولو او د پوهاوي د تبادله ده يادې سيالۍ د دغه ولايت د ورزش له امریت سره په همغږۍ پيل شوي دي.
د مجاهد په وينا، په وروستيو سياليو کې لومړي، دويم او درېيم مقام ته مډالونه، کپونه او نورې ډالۍ په پام کې نيول شوې دي.
