غزني کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۴۹
غزني کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال د استازولۍ له لوري او د HYOD مؤسسې په مالي مرسته د یاد ولایت د اسلامي ثقافت ورزشي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو بایلوبه د نوآباد ستورو او خراسان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې خراسان لوبډلې د ٧/١ ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ لوبه یې وګټله.

دا سیالۍ فوټسال ته د ودې او له نشه يي توکو د ځوانانو د لرې والي په موخه پیل شوي دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۲
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له شپږو ولایتونو د ۱۸۰ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د پکتیا، پکتیکا، غزني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۴
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۳
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS