غزني کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف لیګ اتلولي د طلوع لوبډلې خپله کړه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۲۰:۱۵
غزني کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف لیګ اتلولي د طلوع لوبډلې خپله کړه

د غزني ولایت د ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز په اسلامي ثقافت جمنازیوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتسال الف لیګ، چې دوې میاشتې وړاندې پیل شوې وې د طلوع لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالي چې د لیګ په ډول ترسره شوې په پایله کې طلوع لوبډلې لومړی او ستاره ګان لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د غزني غوره لیګ ته د دوو لوبډلو لار موندل و.

د سیالیو په پای کې د غزني ورزش امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS