غزني مرکز نواباد؛ د ورزش ادارې د رهبري په حضور کې د نښې ويشتلو سیالۍ
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ورزشي وضعیت د ارزولو په موخه د یاد ولایت د مرکز اړوند نواباد سیمې ورزشکارانو سره تر لیدنې وروسته له نږدې د نښې ویشلو سیالیو ننداره وکړه.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق د دې سیالیو د پیل په مراسمو کې وویل: زموږ ډېره هڅه دا ده، چې دودیزو او سیمهييزو لوبو او په ځانګړي ډول ټولو هغو لوبو ته پراختیا او وده ورکړ، چې په تېر کې ورته پام نه دی شوی.
هغه ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ، چې د دودیزو لوبو لپاره به په لنډ وخت کې سیالۍ برابرې کړي او هڅه کوي، چې غوره ورزشکارانو ته تر ممکنې کچې په ملي او نړۍوالو سیالیو کې د لوبېدو زمینه برابر کړي.
ورپسې د نښې ویشتلو د څلورو لوبډلو (بدر، المهدی، فولاد قلعه شهاده او اتحاد توحید) د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ وشوې، چې په پای کې البدر لوبډلې لومړی، المهدی دویم او فولاد لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.
د سیالیو په پای کې د المپیک کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره مله پلاوي له لوري په غوره ورزشکارانو یو شمېر ډالۍ هم ووېشل شوې.
یاده دې وي، چې د المپیک ملي کمېتې او سپورټ له عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق سره په دې سفر کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، فني او مسلکي رئيس عبدالمومن راد، د مشورتي بورډ غړی سیدمبشر هاشمي، د غزني ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئيس مولوي حمیدالله نثار او د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر حاجي بلال مجاهد هم مله ول.
