غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۱۶:۱۹
غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کوچني اختر نماځلو په موخه د والیبال سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي لومړۍ لوبه کې د قلعه ایشان لوبډلې خپلې سیالې ازاد هجرت لوبډلې ته د ۳/۱ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د کوچني اخترنماځل، ورزش ته د ځوانانو هڅوول او ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS