غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۱۶:۲۳
غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ګیلان ولسوالۍ په مرکز جنده بازار ورزشي لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اریانا لوبډلې په بریا پیل شوې.

دغو سیالیو د پیل په لوبه کې د اریانا لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې ټایګر لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي او بریا خپله کړي.

هېره دې نه وي، دغو سیالیو ۲۱ ورځې دوام وکړ او موخه یې د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د لوبغاړو هڅوول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS