غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ګیلان ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د یاد ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې غوندي لوبډلې خپلې سیالې صاحبزاده لوبډلې ته د ۵/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د کوچني اختر نمانځل و، چې ۲۰ ورځې دوام وکړ.
