غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۴:۴۷
غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د ګیلان ولسوالۍ له ټولو کلیو څخه د لس لوبډلو ترمنځ د حضرت شاه بازار په ورزشي لوبغالي کې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې.

د سیالیو په لومړۍ لوبه کې بازار اتلان لوبډلې د ۳/۱ ګولونو په توپیر بهبود قله لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دغه سیالۍ چې د ورزش کارانو ترمنځ د یووالي، همدردي او تشویق او له نشه يي توکو څخه د لرې والي په موخه پیل شوي، ۱۷ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS