غزني؛ ګیرو ولسوالۍ کې د ۶۴ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۶:۹
غزني؛ ګیرو ولسوالۍ کې د ۶۴ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د نېزه وهلو او د اس ځغلونې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د ګیرو ولسوالۍ په مټاخان کلي کې د ۱۶ لوبډلو(۶۴) نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې محمد انور اندړ لوبډلې د ۵۲ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، رحمت الله لوبډلې د ۴۸ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او محمد عثمان وفادار لوبډلې بیا د ۳۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي چارواکي او د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم راغلي دي.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۵
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴۸
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

BACK TO NEWS