غزني؛ په ګیلان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال خزاني سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۰:۲۹
غزني؛ په ګیلان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال خزاني سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال خزاني سیالۍ د یاد ولایت د ګیلان ولسوالۍ د رسنې کلي په ورزشي میدان کې پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د مکتب اتلان، نوي ځوانان، تورغربازان، میوند اتلان، قریشي زمریان او کامران لوبډلو ګډون کړی وو، چې لومړۍ لوبه یې نن د مکتب اتلانو او نوي ځوانانو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د مکتب اتلانو لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي او سیالي په خپل نوم کړي.

د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د لوبغاړو تشویقول او د دوې ترمنځ یووالی ښودل شوی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۷
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۵
Background image

د ورزش ادارې مرستيال د ش.ه.ید عبدالرحيم لېسې د فوټبال له ميدان څخه لېدنه وکړه

\د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او ورسره مل پلاوي د ش.ه.يد عبدالرحيم عالي لېسې د فوټبال او باسکټبال له. . .

BACK TO NEWS