غزني؛ په مالستان ولسوالۍ کې د څوارلسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال د ورورولۍ جام سيالۍ پيل شوې

دغزني ولايت دفوټبال فدراسيون له لوري د مالستان ولسوالۍ د مکنک کلي په ورزشي ډګر کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال د ورورولۍ جام په نوم سيالۍ پيل شوې .
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې د متحد مکنیک لوبډلې د ذولفقار دیبه له لوبډلې سره لوبه وکړه چې په پایله کې د ذولفقاردیبه لوبډلې د ۲-۵ ګولونو په توپیر سره وګټله.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به تر راتلونکې يوې مياشتې دوام وکړي.