غزني؛ واغظ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین چاده لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې واغظ ولسوالۍ کې پيل شوې وې د شاهین چاده لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې د شاهین چاده لوبډلې خپلې سیالې همبستګي شاکي لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د غزني ولایت ورزش امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.
