غزني؛ واغظ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د بلبل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۲۳:۱
غزني؛ واغظ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د بلبل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت د واغظ ولسوالۍ له بېلا بېلو کلیو د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې ۱۴ ورځې وړاندې پیل شوې وې د بلبل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د بلبل او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې بلبل لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د لوبغاړو ترمنځ یووالی او د فوټسال ورزش ته وده ورکول یاد شوي دي.

هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS