غزني؛ مرکز کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۰:۳۶
غزني؛ مرکز کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني زوزنې او ورزش امریت اړوند د موی تای فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښار په ورزشي جمنازیوم کې د ۷۵ تنو ورزشکارانو ترمنځ د موی تای ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ په بېلا بېلو وزنونو او نوي ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې، چې په پایله کې د ځوانانو له کټګورۍ پینځه تنه، د لویو ورزشکارانو له کټګورۍ نهه تنه او د نوي ځوانانو له کټګورۍ درې تنه د غزني ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شوه.

د یادو سیالیو موخه د غزني ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې په پای کې د غزني ورزش امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکم ورکړل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS