غزني؛ قره باغ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۱۶
غزني؛ قره باغ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پایله کې قره باغ ولسوالۍ لوبډلې لومړی او دويم او واغظ ولسوالۍ لوبډلې بیا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د نېزه وهنې ورزش ته وده ورکول او د لوی اختر نمانځل و، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٢ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۹
Background image

پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس د هندوستان له شارژدافیر سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق، کابل کې د هندوستان هېواد شارژدافیر یتین پټیل سره وکتل او پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه لیدنه. . .

BACK TO NEWS