غزني؛ شهید پرور مهمند لوبډلې د جغتو ولسوالۍ د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۱۱:۴۹
غزني؛ شهید پرور مهمند لوبډلې د جغتو ولسوالۍ د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله

د غزني د جغتو ولسوالۍ اړونډ د جرمټو کلي په ورزشي ډګر کې د بدني روزنې او سپورت امریت له لوري د جغتو او سراب کليو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د اختر په مناسبت پیل شوې د فوټبال سيالۍ چې شپږ ورځې وړاندې پيل شوې وې، د شهید پرور مهمند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

.

د دې سیالیو په پای لوبه کې د شهید پرور مهمند لوبډلې د رمزي لوبډلې پر وړاندې ۱-۱ مساوي لوبه وکړه، چې وروسته بیا په پنالټي کې د ۵-۴ په توپير د شهید پرور مهمند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده او رمزي لوبډلې دویم مقام خپل کړ.

په ورته وخت کې علل سینا د غوره لوبغاړي، مرتضی د غوره ګول ساتونکي او زمان سلطاني د سیالیو د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۴۷
Background image

سمنگان؛ مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ملي سوداګر احمد اميد له لوري په مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۹:۳۸

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۱
Background image

هرات؛ مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کونګ فو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS