غزني؛ د ميرويس وزيرزي کټوازي، د غزني نېزه وهنې ملي ټورنمنټ د پکتيکا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۷/۱۱ - ۱۸:۰
غزني؛ د ميرويس وزيرزي کټوازي، د غزني نېزه وهنې ملي ټورنمنټ د پکتيکا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بزکشۍ، نېزه وهنې او محلي لوبو ملي فدراسيون له لوري، د غزني ولايت بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د ملي سوداګر ميرويس وزيرزي کټوازي په مالي مرسته د هېواد له اتو ولايتونو څخه د ۹ لوبډلو ترمنځ د ميرويس وزيرزي کټوازي، د غزني نېزه وهنې ملي ټورنمنټ، د پکتيکا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د ياد ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د بزکشۍ، نېزه وهنې او محلي لوبو ملي فدراسيون رئیس غلام سرور جلال، د غزني ولايت ورزشي امر حاجي بلال مج.ا هد، د دې ولايت بېلابېلو مسوولينو، نېزه وهونکو او ګڼ شمير د نېزه وهنې لوبې مينوالو ګډون کړی و.

د دغه ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست عمومي رئيس ښاغلي مولوي احمدالله وثيق ټولو راغلو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملي سوداګر ميرويس وزيرزي کټوازي څخه مننه وکړه، چې د ياد ټورنمنټ مالي ملاتړ يې کړی و.

دغه راز نوموړي وويل، موږ هڅه کو، چې دوديزې لوبې بیا را ژوندۍ کړو او پلان لرو، چې په راتلونکي کې دغه ډول ټورنمنټونه په نورو ولايتونو کې هم برابر کړو.

د نېزه وهنې ياد ملي ټورنمنټ د غزني ولايت په کوربتوب د هېواد له اتو ولايتونو ( پکتيا، پکتيکا، لوګر، خوست، کابل، ميدان وردګ، زابل او غزني ) څخه د ۹ لوبډلو ترمنځ تېره ورځ ( پنجشنبه، د تلې ۱۰مه) پيل شوی و، چې نن د پکتيکا ولايت په لومړي مقام د کابل په دويم مقام او د خوست ولايت په درېيم مقام ګټلو پای ته ورسېدو.

د ويلو ده، چې د دې سياليو په پای کې لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته يو عراده تېز رفتار موټر، دويم مقام ګټونکې لوبډلې ته ۲۰ زره افغانۍ او درېيم مقام ګټونکې لوبډلې ته بیا ۱۰ زره افغانۍ او ترڅنګ يې درې واړو لوبډلو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د الماس بتاش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

سرپل؛ الج. هاد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په الج. هاد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مرادي ګروپ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS