غزني؛ د شلګر زلمي واليبال لوبډله د واليبال سياليو ګټونکې شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۱۴:۵۶
غزني؛ د شلګر زلمي واليبال لوبډله د واليبال سياليو ګټونکې شوه

د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت په همکاري د غزني ولايت د کليو د ۱۲ لوبډلو تر منځ يو مياشت مخکې د شاباز دوکانونو په سيمه کې د واليبال ټورنمنټ پيل شوی و، چې په پايله کې د شلګر زلمي لوبډله وتوانېده د يادو سياليو اتلولي خپله کړي.

د دې ټورنمنټ پايلوبه د شلګر زلمي او اتحاد زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د شلګر زلمي لوبډلې د ۳-۱ نمرو په توپير سيالې لوبډلې ته ماته ورکړه او د دې پړاو اتلولي يې وګټله.

د يادونې وړ ده، چې په دې سياليو کې د هاشميان پيرزاده لوبډلې درېيم مقام خپل کړی دی.

د غزني ولايت د ورزشي مسولانو په خبره ، د دې ټورنمنټ موخه د کليو تر منځ يووالی او سپورټ ته د ځوانانو تشويقول دي.

په پای کې د نوموړي ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت له خوا ګټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ډالۍ شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS