غزني؛ ده يک ولسوالۍ کې د ديار سنايي غرختنې د روباط غرونو ته وختله
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ده يک ولسوالۍ کې د ديار سنايي غرختنې ۱۳ کسيزه لوبډله د رباط غرونو ته وختله.
دغه لوبډله د رباط غرونو ۲۹۰۰ متري په واټن لوړې برخې ته وختله او موخه یې د غرختونکو جسمي چمتوالی و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
