غزني؛ خواجه عمري ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د شل کلنو کم عمره ورزشکارانو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بیني سنګ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د بیني سنګ ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې اقاسي لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د غزني ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلا بېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې
