غزني؛ خواجه عمري ولسوالۍ کې د فوټسال اتم پړاو سیالۍ د نهه برجې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۱:۱۹
غزني؛ خواجه عمري ولسوالۍ کې د فوټسال اتم پړاو سیالۍ د نهه برجې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او رزش امریت له لوري د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اتم پړاو سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د یاد ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې پیل شوې وې دنهه برجې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د نهه برجې او اتلان حمزه لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د نهه برجې لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپیرماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د لوبغاړو ترمنځ یووالی، د غوره لوبغاړو پېژندل او د نوي ځوانانو او ځوانانو ورزش ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۵۶
Background image

کابل ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په مرسته او د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د کابل ښار له مختلفو کلبونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې د ووشو استعداد موندنې. . .

BACK TO NEWS