غزني؛ جغتو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۵۶
غزني؛ جغتو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د جغتو ولسوالۍ په سراب سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د سادات فقیري لوبډلې خپلې سیالې قلعه حاجي B لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول و، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ روکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د باچاخان ب لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د مېر احمدزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۰
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند ووشو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ذوالفقار کلپ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

BACK TO NEWS