غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۲۳
غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پیل شوې وې د اميد زیرک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې اميد زیرک لوبډلې خپلې سیالې پيشتازان ګلزار لوبډلې ته د ۶/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۴
Background image

پکتيکا کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز علي خان کلي کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

زابل کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي وشوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ په درې عمري کټگوریو کې د ځغاستې سيالي وشوه.

دا. . .

BACK TO NEWS