غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د امید پشتنه لوبډلې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د رمضان جام په نوم د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې اتحاد کندل قاش لوبډلې خپلې سیالې نوید اب خو لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د رمضان میاشتې او د کوچني اختر نمانځل دي، چې اتلس ورځې به دوام وکړي.
