غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۳:۴۰
غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د سنګماشه ستورو A کلب لوبډلې خپلې سیالې غجور بازار ستورو A کلب لوبډلې ته د ۲/۱ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش سره د ځوانانو بلدتیا و، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د غزني ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د غزني مرکز کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

کندز؛ امـام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال الـف ليگ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليگ گروپي سیالۍ د اتحاد سرقطغن. . .

BACK TO NEWS