غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د فوټسال سیالۍ د ورزشګاه انګوري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د یادې ولسوالۍ له ټولو کلیو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د استعداد موندنې جام په نوم د فوټسال سیالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې د جاغوري ولسوالۍ انګوري کلپ کې پیل شوې وې د ورزشګاه انګوري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
پایلوبه د ورزشګاه انګوري او د لېسه استاد شریفي حوتقول لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پایله کې ورزشګاه انګوري لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه فوټسال سیالیو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ زړه سوی ښودل شوی.
په پای کې د سیالیو د مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته نغدي جایزې او مډالونه هم ورکول شول.
