غزني؛ باتور بازانو لوبډلې د گيرو ولسوالۍ د ټېب بال کرکټ سيالیو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۲۲:۵۲
غزني؛ باتور بازانو لوبډلې د گيرو ولسوالۍ د ټېب بال کرکټ سيالیو اتلولي وگټله

د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ټېب بال فدراسيون د استازولۍ له لوري، د گيرو ولسوالۍ په باتور کلي کې د ۱۳ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ د باتور بازانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې‌.

د يادو سياليو پايلوبه د پارچی اتلانو او باتور بازانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې پارچی بازانو لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته ۷۱ منډې هدف کېښود، باتور بازانو لوبډلې ياد هدف ترلاسه کړ او د ۹ ویکټو په توپیر يې اتلولي خپله کړه.

دغه سيالۍ چې شاوخوا ۸ ورځې يې دوام وکړ، موخه يې د ځوانانو تر منځ يووالی او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ياد شوي دي.

په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS