غزني؛ باتور اتلانو لوبډلې د گيرو ولسوالۍ د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ټېب بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت په گيرو ولسوالۍ شوراب کلي کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ د باتور اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د اتحاد او باتور لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې اتحاد لوبډلې، سيالې لوبډلې ته د ۲۱۹ منډو هدف کېښود، باتور لوبډلې ياد هدف تر لاسه کړ او د ۶ ویکټو په توپیر يې اتلولي په خپل نوم کړه.
دغه سيالۍ، چې ۹ ورځې يې دوام وکړ، موخه يې ځوانانو تر منځ يووالی او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ياده شوې وه.
په پای کې د گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.