غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام سيالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندړ ولسوالۍ کې د يووالي جام په نوم د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې د سردې بند اتلانو لوبډلې خپلې سيالې شلګر ځوانانو لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو او لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
