غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندړ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې چهارديوال لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه په مقابل کې شمشي لوبډلې ياد هدف پوره کړ او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
