غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندړ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ابراهيمزو اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په زيان سره د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه په مقابل کې سرفراز لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۰ منډې جوړې کړې او لوبه د ۶۰ منډو په توپير ابراهيمزو اتلانو لوبډلې بریا خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
