غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ٣٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۳۸
غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ٣٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د ٣٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د قلندري ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د قلندري ستورو او کیهان ناني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې قلندري ستورو لوبډلې د ۵/۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې کیهان ناني لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت ترسره شوې چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده ٢٠٢٥ ماډل موټر سایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۲:۱۲
Background image

خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د ۶۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د ۶۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د نبي ورغه لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۴۵
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکارانو د بدن ښکلا په اسیايي سیالیو کې درې د برنزو مډالونه وګټل

د بدن ښکلا ۵۷م پړاو اسیایي سیالیو کې د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې څخه بیت الله ځدراڼ په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او نایب مبارز په ۸۵ کیلو ګرامه وزنونو کې هر یو د برنزو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۱۰
Background image

BACK TO NEWS