غزني؛ اتحاد میري لوبډله د اندړو ولسوالۍ د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۲۳
غزني؛ اتحاد میري لوبډله د اندړو ولسوالۍ د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د کوچني اختر په مناسبت د فوتبال سیالۍ چې درې اوونۍ مخکې د ۱۴ لوبډلو په ګډون د میري بازار په ورزشي لوبغالي کې پیل شوې وې، د اتحاد میري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پای لوبه د اتحاد میري او بریم اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې اتحاد میري لوبډلې د ۱-۰ ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ د ورزش کارانو د هڅولو په موخه ترسره شوې او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS