غزني؛ اب بند ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اب بند ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې والیبال الف لوبډلې خپلې سیالې چهار لوبډلې ته د ۲/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
