غازي ورزشي سټډيوم کې د فوټبال څلورمې دستې دوه سيالۍ وشوې
د فوټبال څلورمې دستې سياليو پر دوام نن چهارشنبه د دوه لوبډلو توحيد او انور جبارخېل ترمنځ پيل شوه چې په پايله کې دواړه لوبډلې 1/1 مساوي شوې.
د دې دستې په دوه يمه سيالۍ کې د طلوع او متحد چهاردهي لوبډلې د لوبي ډګر ته ښکته شول چې د طلوع لوبډلې د ګول پر وهلو سره مقابله لوبډله ماته کړه.
په دغو سياليو کې له توحيد لوبډلې څخه سراج الدین ترکمن د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.