صحت کلب لوبډلې د خوست ولایت د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۹:۱۹
صحت کلب لوبډلې د خوست ولایت د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وګټله

د خوست ولایت د ورزش امريت اړوند د ټېپ بال فدراسيون له لوري د فاميليو ځوانانو په نوښت د ټېپ بال ټورنمنټ، چې يوه نيمه مياشت وړاندې پيل شوى و، د صحت اندام ښکلا کلب لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېد.

په دغه ټورنمنټ کې، چې د خوست د بېلابېلو سیمو ٥٠ لوبډلو پکې برخه لرله پايلوبې ته يې د فيضان او صحت اندام ښکلا کلبونو لوبډلو لار وموندله.

د لوبې پچه د صحت کلب لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره خپل سيال ته د ١٢٠منډو هدف ورکړ.

په مقابل کې د فيضان لوبډلې ورکړل شوى هدف پوره نه کړ او لوبه يې د اوو منډو په توپیر وبايلله.

فدا د فاينل غوره لوبغاړی، عبدالرووف د ټورنمنټ غوره لوبغاړي او زيت الله شاهين د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي په توګه و نومول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۴۶
Background image

ارزګان؛ خاص ارزګان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکيټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۴۵
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې حیدري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۳:۵
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې له اتو ولایتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو کې له پکتیکا،. . .

BACK TO NEWS