سه شنبه، د چنگاښ پنځمه، ۱۴۰۳

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۹:۵۴
سه شنبه، د چنگاښ پنځمه، ۱۴۰۳

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري د ياد ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د لوړې ښامارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د لوړې ښامارانو او شش قلعه لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، شش قلعه لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف کېښود، لوړې ښامارانو لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د اوو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

دغه سیالۍ، چې اته ورځې يې دوام وکړ، په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۶
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ١٢ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۴۰۰ متره واټن کې ترسذه شوې، چې په پایله کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۳
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کي د ١٨ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګلشاخېل ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو بایلوبه. . .

BACK TO NEWS